د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري ترڅو د ملي دفاع وزارت په استازيتوب د اړتيا وړ (۳۲) قلمه قرطاسيه باب پروژه چې د ملي دفاع وزارت د (۹ لاټ) لپاره چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/MoD/1402/NCB/G-009 ده، لاندې شرکتونو ته ورکړي.
لومړی، دوهم، دريم، شپږم، اتم، نهم د محمد داوود اماني خدماتي او لوژستيکي شرکت ته چې د جواز شمېره يې D-47118 ده، د کابل وليد مارکېټ پنځم، زاهد جادې پنځم سرک کې موقعيت لري.
لومړۍ لاټ مجموعي قيمت: 25,383,195 افغانۍ
دوهم لاټ: مجموعي قيمت 4,937,910افغانۍ
دريم لاټ: مجموعي قيمت 4,536,758 افغانۍ
شپږم لاټ: په مجموعي قيمت 4,568,550افغانۍ
اتم لاټ: په مجموعي قيمت 3,482,416 افغانۍ
نهم لاټ:په مجموعي قيمت 2,846,446 افغانۍ
څلورم لاټ: د مسعود عرفان شرکت ته چې د ننګرهار ښار درېمې ناحيې عربانو ګولايي، وفا مارکېټ کې موقعيت لري او د جواز شمېره يې D-02-1455 ده، په مجموعي قيمت 4,121,400 افغانۍ
پنځم لاټ: د مسعود عرفان شرکت ته په مجموعي قيمت 4,116,530 افغانۍ
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوه ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، تخنيکي معاونيت، د تدارکاتي تسهيلاتو امريت، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.