د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ اعلان
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د دفاع وزارت په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د دفاع وزارت (شپږ لاټونو) لپاره د (۷۴) قلمه کورني درملو د توليد د تدارکاتو پروژه.
د داوطلبۍ شمېره NPD/MoD/1402/NCB/G-018
د افرونو د بانکي تضمين په توګه:
لومړی لاټ: انلجيزيک، انټي بيوټيک او انټي هسټامين درمل، 1,100,000 (يو ميليون او زر افغانۍ)
دوهم لاټ: د معدې او هاضمې اړوند درمل 450,000 (څلور سوه پنځه زره افغانۍ)
دريم لاټ: د عصبي، تنفسي، بولي او تناسلي سيستم درمل 250,000 (دوه سوه پنځوس زره افغانۍ)
څلورم لاټ: د انټي سپيټک او الکترونيکي محلولات 450,000 (څلور سوه پنځوس زره افغانۍ)
پنځم لاټ: پوستکي څانګې لپاره 40,000 (څلوېښت زره افغانۍ)
شپږم لاټ: غوږ، پوزه سترګو څانګې لپاره 40,000 (څلوېښت زره افغانۍ)
له داوطلبۍ مخکې جلسه: د 1402 کال د لړم 8مه نېټه، د سهار 10:00 بجې
د آفرګشايي جلسه: د 1402 کال د لړم 08مه، د سهار 10:00 بجې
برېښناليک ادرس،- npd.bidding1@gmail.com
د اړيکو شمېره: 0202143274
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست، تخنيکي معاونيت، د تدارکاتي تسهيلاتو امريت، پښتونستان واټ، کابل - افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي