د شهیدانو د وارثینو د وثیقو او معلولینو د اسنادو په اړه د جلالتماب جمهور رئیس د هدایت د تعقیب په اړه غونډه وشوه
د شهیدانو د وارثینو د وثیقو او د معلولینو د اسنادو د څېړنې په اړه د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د هدایت د تعقیب او د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د حقوقو او امتیازاتو په وېش کې د اصلاحاتو اړونده غونډه د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د قانون د ساتنې او پالنې د مرستیال ډاکټر محمد رفیع پوپل په ریاست غونډه وشوه.
غونډې ته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر، د هېواد د جلالتماب جمهور رئیس د هدایاتو د تعقیب په تړاو د لاندې اقداماتو خبر ورکړ:
. د معلولینو، د شهیدانو د وارثینو او مفقودینو د قانون د تعدیل د طرحې برابرول؛
. د معلولینو او شهیدانو د وارثینو د حقوقو د ورکړې په اړه د لارښود برابرول او تدوین؛
. د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د واحد الکټرونیکي سیستم رامنځته کول؛
. د موجودو بانکي حسابونو څېړنه او د نویو کارتونو وېش؛
. د ولایتي او مرکزي واحدونو څېړنه.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي دغه راز، د چارو ادارې لوی ریاست سره خپل دا وړاندیزونه هم شریک کړل:
. په مرکز او ولایتونو کې د څېړونکي پلاوي د غړو جدي همکاري؛
. د معلولینو، د شهیدانو د وارثینو او مفقودینو د حقوقو او امتیازاتو د قانون د تعدیل طی مراحل؛
. د بایوميټریک بهیر او بریښنایي تذکرو د وېش د بهیر چټکتیا؛
. لوی څارنوالۍ ته د اسنادو د جعل او تزویر له کبله د اشخاصو او افرادو معرفي.
د چارو ادارې د قانون د ساتنې او پالنې مرستیال ډاکټر محمد رفیع پوپل، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له هڅو په مننې سره، ژمنه وکړه چې په ټولو وړاندیز شویو برخو کې به اړوندې ادارې له یاد شوي وزارت سره هر اړخیزه همکاري کوي. ښاغلي پوپل زیاته کړه، چې د اجرآتو د میکانیزم د مشخص کیدو او کاري کمېټو د کار کمیدو په موخه به سنجیده تدابیر رامنځته کړل شي.