د جمهوري ریاست د تصمیم ګیرۍ د عالي بورډ غونډه وشوه
د جمهوري ریاست د تصمیم ګیرۍ د عالي بورډ غونډه جوړه او د وزارتونو او ادارو د دغو راپورونو او وړاندیزونو په اړه پریکړې وشوې:
- په هرات ولایت کې د درملو د بیو لوړیدل؛
- د بدخشان ولایت په تجریدګاه کې د طبي تجهیزاتو په پېرلو کې د فساد د موجودیت ادعا؛
- د فراه ولایت د کوییډ ۱۹ ناروغانو د درملنې د سل بستریز روغتون بشپړیدل؛
- دعامه ټرانسپورت طرحه؛
- له کورنیو چارو وزارت څخه د ګمرکاتو قطعې د جایدادو د لېږد په اړه د مالیې وزارت وړاندیز؛
- د نوي کابل بانک او افغان ملي بانک د ادغام د اصلاح شوي پلان طرحه؛
- د افغان پوسټ شرکت له لوري، د دغې ادارې د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې وړاندیز؛
- د پلچرخي صنعتي پارک پر تخنیکي ورکشاپ د پانګونې او د کرنیزو محصولاتو د پروسس د کمپلیکس د جوړولو د پلان په اړه د پانګونې د اسانتیا د واحد راپور؛
د تصمیم ګیرۍ عالي بورډ په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت موظف شو، چې د فراه ولایت روغتون تجهیز او د پلټنې عالي اداره دې هلته د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې د بودیجې د لګولو په اړه د ناوړه ګټې اخیستو تورونه په هر اړخیز ډول وڅېړي.
په غونډه کې، د ټرانسپورت وزارت او د جمهوري ریاست د ټرانسپورتي چارو مشاوریت ته دنده وسپارل شوه، څو د عامه ټرانسپورت د طرحې د پلي کیدو څرنګوالی وڅېړي.
همدا شان، د مالیې او مخابراتو وزارتونو ته دنده وسپارل شوه، چې د افغان پوسټ شرکت د کارکوونکو معاشونه په زر ممکن فرصت کې اجرأ کړي.
د دې ترڅنګ، د پانګونې د اسانتیا واحد نه د پلچرخي صنعتي پارک پر تخنیکي ورکشاپ د پانګونې او په کندهار ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس د کمپلیکس جوړولو په اړه خپلې طرحې وړاندې کړي.