د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ اعلان
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو رياست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د داوطلبۍ په لاندې پروژه کې ګډون وکړي. د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د کابل ښار يوولسمې ناحيې اړوند پنځه سوه فاميلي د ښاري پراختيا پروژې(D-15-4) دوهم فاز ساختماني چارو پروژه
د داوطلبۍ شمېره: NPD/KM/1402/W-015/NCB
بانکي تضمين: 5,000,000 پنځه ميليونه افغانۍ
د افرګشايي جلسه: د 1402 لمريز کال د تلې 25 مه له غرمې مخکې 10:00 بجې
د اړيکو شمېره: 0202143274
برېښناليک: npd.bidding1@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.