10 زمری 1402
استماعيه غونډې ته د برايټ پرل ساختماني شرکت د ګډون بلنه
د برايټ پرل ساختماني شرکت ته چې د جواز شمېره يې (D-04-460) خبر ورکول کیږی چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې په اساس يې د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې ته د ترکمن کانال د بيا رغونې چې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې موقعيت لري د قرارداد د پيسو د نه ورکړې له امله د ياد رياست له لوري د پرله پسې ټيلفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.