4 زمری 1402
استماعيه غونډې ته د مسعود عرفان لوژستيکي شرکت د دعوت خبرتيا
د مسعود عرفان لوژستيکي شرکت ته خبر ورکول کېږي چې د تدارکاتو د نهه څلویښتمې مادې په اساس د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د. ملي اردو د سيمه ييزو جزوتامونو د قطعاتو د اړتيا وړ توکو په اړه د ناسمو معلوماتو وړاندې کولو په دليل د تدارکاتي اسانتياوو رياست له لوري د مکرر ټيلفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.