استماعيه غونډې ته د سمارټ سپيډ معلوماتي ټکنالوژۍ خبرتيا

د سمارټ سپيډ معلوماتي شرکت ته چې د جواز شمېره يې 39909 ده، خبر ورکول کېږي چې د تدارکاتو د نهه څلویښتمې مادې په اساس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د انځوريزو او غږيزو تبليغاتو د نشر پروژه کې د تعهد نه عملي کېدلو له امله د مکرر تيلفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.