د چارو ادارې لوی رییس د هلمند ولایت له ځوانانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس د هلمند ولایت یو شمېر ځوانانو سره په حضوري بڼه او د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دې ویډیو کنفرانس کې د هلمند ځوانانو حکومتي ادارو کې د هلمند د کدرونو ګمارلو، د دغه ولایت سیمه ییزه اداره کې د اصلاحاتو راوستلو، د پراختیایي پروژو څارنې، د حکومت او خلکو تر منځ د اړیکو پياوړتیا، د کرونا ویروس د تثبیتولو لابراتوار جوړولو او دې ولایت روغتیایي برخه کې د ظرفیت جوړونې په اړه د چارو ادارې لوی رییس سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس د هلمندي ځوانانو څخه د دوی د ولس د ستونزو دشریکولو په پار مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د دې ولایت دخلکو ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې لپاره به د مرکزي او سیمه ییزو ادارو له لارې اړین اقدامات او هڅې کوي.

دغه راز ډاکټر فضل محمود فضلي په دې ویډیو کنفرانس کې زیاته کړه چې د اصلاحاتو راوستل او د کدرونو ګمارل د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او ژمنه یې وکړ چې په دولتي ادارو کې به د هلمند ولایت له کدرونو څخه ګټه اخیستل کیږي.