د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مأموریت:

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنیو نغدو مرستو منظم وېش، د کاري فرصتونو برابرول، د شهیدانو کورنيو او معلولینو اقتصادي ملاتړ او ځان ‌بسیاینې، د هغوی لپاره د فني او حرفوي پروګرامونو په لاره اچولو او د هغوی د ټولنیز ادغام په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي، تر څو د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو حقوق تأمین او د هغوی لپاره مناسب ژوند برابر شي.

اصول، قوانین او حقوقي اسناد:

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د نقدي مساعدتونو او امتیازونو قانون د مؤظفې کمېټې له لوري ترتیب او د بعدي اجراآتو په موخه د عدلیې محترم وزارت ته استول شوی دی او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی له توشیح وروسته به، په رسمي جریده کې خپور شي. همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پالیسي هم د دې وزارت د محترم وزیر صاحب لخوا منظور شوې ده.

 د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په لاندې برخو کې خدمتونه وړاندې کېږي:

۱-د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت برخه:

  • د یتیمانو، کونډو او معلولینو د اړینو اسنادو راټول
  • په نوي الکټرونیکي سیسټم کې د هغوی د اړینو اسنادو ثبت کول
  • ثبت شویو کسانو ته د هویټ کارټونو ورکول

۲- د میاشتني نغدي مساعدتونو د وېش په برخه کې:

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په منظم ډول یتیمانو کونډو او معلولینو ته په میاشتني ډول د کټګوريو پر اساس د بانکي سیسټم له لارې میاشتني نغدي مساعدتونه حواله کوي.

  • په مرکز او ولایتونو کې د ټاکل شوېو کمېټو له لوري د یتیمانو، کونډو او معلولینو کور په کور سروې
  • د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره په ربعوار ډول د نغدي مساعدتونو وېشل

۳- د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې:

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، معلولینو او د شهیدانو د کورنیو د ملاتړ لپاره اغېزمن او عملي ګامونه پورته کړي، څو د هغوی لپاره دایمي عایداتي سرچینې برابرې او د اقتصادي ځان‌بساینې زمینه ورته مساعدکړي، د دغو پروګرامونو په پلي کولو سره به د شهیدانو کورنۍ او معلولین د اقتصادي پلوه پیاوړي شي، له نورو د اړتیاوو او محتاجۍ څخه خلاص شي هر کال په دوو پړاونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په برخو کې لاندې پروګرامونه پلي کوي:

په شرایطو برابرو یتیمانو او معلولینو لپاره د اقتصادي ځان بسیاینې او په ټولنه کې د ادغام په موخه د اصولو مطابق د فني او حرفوي زده کړو اسانتیاوو برابرول 

د فني او حرفوي زده کړو له زده کوونکو لپاره په میاشتنې ډول د نغدي او د خوراکي مرستو وېش

د حرفوي زده کړو له بشپړولو وروسته، فارغ شویو زده کوونکو لپاره د اړوندې حرفې د ابزار او وسایلو ورکول

۴- د معلولینو د بیاځواکمنتیا په برخه کې:

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو د جسمي، حسي او ذهني بیاځواکمنتیا لپاره د ذیربط ادارو او بنسټونو په مرسته او همکارۍ په لاندې برخو کې اسانتیاوو برابروي

  • د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د مصنوعي غړو ترمیم او جوړول
  • د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د فزیوتراپي، ارتوپيدي خدمتونه
  • یتیمانو او معلولینو ته د ذهني، رواني او نورو برخو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول

۵- د غیر نغدي مرستو د برابرولو په برخه کې:

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خیریه بنسټونو او مرستندویه مؤسساتو سره په همغږۍ د مرکز په شمول د هېواد په ټولو ولایتونو کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره مرستې وېشي.

  • د خوراکي مرستو راجلبول
  • د البسې او نورو مرستو برابرول
  • د معلولینو لپاره د ویلچرونو او نورو اړینو وسایلو برابرول
  • د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د کوچنیو کارو بارونو د زمینې رامنځته کول

 

 

 

 

 

 

 

د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو د اسنادو طی مراحل کول:

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مهمې موخې او دندې دا دي چې په ټول هېواد کې مستحق یتیمان، کونډې او معلولین تثبیت او ثبت کړي او په میاشتني ډول ورته نغدي مساعدتونه حواله کړي. د دې لپاره چې د شهیدانو کورنۍ او معلولین په منظم، شفاف او دقیق ډول ثبت شي، نو اړینه ده چې لاندې پروسې په سمه توګه ترسره شي.

د معلولینو د اسنادو طی مراحل کول  

د معلولینو د تثبیت او ثبت او هغوی ته د نغدي مساعدتونو وېش پروسه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشرتابه د هدایاتو او د نغدي مساعدتونو وېش د منظور شوې طرحې سره سم په لاندې ډول ترسره کېږي:

په مرکز کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او په ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو ته د معلولیت لرونکو وګړو لخوا غوښتنلیکونه یا عریضې ترتیب کېږې، بیا له اړوندو مرجعو څخه حکم اخیستل کېږي او د معلولینو د تثبیت آمریت ته استول کېږي، وروسته د مؤظف شوو سروې ټیمونو له لوري معلول له نږدې کتل کېږي، کله چې معلول مستحق وپېژندل شي، هغه د طرحې له مخې د میاشتنیو نغدي مساعدتونو مستحق ګڼل کېږي، د معلول فورمه ترتیبږي، ټول اسناد یې د محاسبې او تادیاتو آمرېت ته د اجراآتو لپاره لېږل کېږي.

د محاسبې او تادیاتو آمریت د معلول اسناد د (م-40) په دفترونو کې ثبتوي او د هغه لپاره د مالیې محترم وزارت ته د بانکي حسابونو د پرانیستلو په موخه رسمي مکتوب ترتیبوي، کله چې هغه بانکي کارت ترلاسه کړي، اسناد یې د بایومتریک د ترسره کولو لپاره د اسنادو د ساتنې او تنظیم عمومي مدیریت ته استول کېږي بیا اسناد بېرته د بایومتریک د بشپړولو لپاره د ډیټابېس او معلوماتي سیستم ریاست ته لېږدول کېږي له بایومټریک وروسته، د هغوی اسناد د معلولینو د اسنادو د تنظیم عمومي مدیریت کې د ساتنې او خوندي کولو لپاره ایښودل کېږي.

د کاري حجم او د عرایضو د شمېر په پام کې نیولو سره، د مراجعینو د اسنادو د طی مراحل بشپړ بهیر د سروې له نېټې څخه پیل او تر لسو (۱۰) کاري ورځو پورې بشپړېږي.

 

 

 

 

 

 

 

د یتیمانو او کونډو مېرمنو د اسنادو د طې مراحل کولو پروسه

د یتیمانو او کونډو تثبیت او ثبت او هغوی ته د نغدي مساعدتونو وېش پروسه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشرتابه د هدایاتو او د نغدي مساعدتونو د وېش له منظور شوې طرحې سره سم په لاندې ډول ترسره کېږي:

په لومړي پړاو کې د شهید، وفات شوي یا وژل شوي شخص د وارثینو له خوا غوښتنلیک (عریضه) ترتیبېږي. وروسته، په مرکز کې د شهیدانو او معلولینو چارو معینیت او په ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو د چارو ریاستونو د حکم پر بنسټ دغه عرایض د شهیدانو وارثینو د حقوقو او بایومتریک آمریت ته استول کېږي، بیا د مؤظف شوو سروې ټیمونو لخوا د یتیمانو کورنۍ سروې او ارزول کېږي.

کله چې د یتیم کورنې مستحق وپېژندل شوه، هغه د طرحې له مخې د میاشتني نغدي مساعدتونو لپاره شاملېږي، بیا د یتیم ځانګړی فورم ترتیبېږي او د برېښنایي تذکرې او د مستحق وارثینو د شمېر پر بنسټ مساعدتونه ورته منظورېږي او ټول اسناد بیا د همدې ریاست د محاسبې او تادیاتو آمرېت ته د وروستیو اجراآتو د ترسره کولو لپاره استول کېږي.

د محاسبې او تادیاتو آمرېت له لوري د یتیمانو او کونډو اسناد په (م-۴۰) دفترونو کې ثبت کېږي او د ماليې محترم وزارت ته د بانکي حساب د پرانیستلو لپاره رسمي مکتوبونه ترتیبږي، کله چې د بانک کارتونه ترلاسه شي، د یتیمانو او کونډو اسناد د بایومتریک د ترسره کولو لپاره د اسنادو د ساتنې او تنظیم عمومي مدیریت ته لېږل کېږي او وروسته د بایومتریک د بشپړولو لپاره بېرته د ډیټابېس او معلوماتي سیستم ریاست ته محول کېږي د بایومټریک وروسته اسناد یې په هماغه مدیریت کې ثبت او خوندي کېږي.

د کاري حجم او د عرایضو د شمېر په پام کې نیولو سره، د مراجعینو د اسنادو د طی مراحل بشپړ بهیر د سروې له نېټې څخه پیل او تر لسو (۱۰) کاري ورځو پورې بشپړېږي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دشهیدانو او معلولینو چارو وزارت رسمي وېب پاڼه:    https://www.mmd.gov.af/

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ایمیل: mmd.gov.af@gmail.com

د شهیدانو معلولینو چارو وزارت کاري ساعتونه: د سهار له 8:30 تر 3:30 بجو پورې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړیکو شمېره: 0202526705

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ویاند شمېره: 0775152652

پته: د هوایي ډګر عمومي سرک- خیاط کلا تمځای- د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت – کابل

د شکایتونو د ثبت شمېره: 0202526705