20 غبرګولی 1399
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د کابل والي او د دغه ولایت د کرونا ویروس سره د مبارزې د بیړنۍ کمیټې له رئیس محمد یعقوب حیدري سره وکتل
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د کابل والي او د دغه ولایت د کرونا ویروس سره د مبارزې د بیړنۍ کمیټې له رئیس محمد یعقوب حیدري سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د کابل والي د کرونا ویروس سره د مبارزې د بیړنۍ کمیټې، کابل ښار کې د کرنتین وضعیت او بېوزلو کورنیو ته د رسېدنې په برخه کې ستونزې او اجراات د چارو ادارې له لوی رئیس سره شریک کړل.
ډاکټر فضل محمود فضلي د کابل والي له هڅو څخه مننه وکړه او د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر یې د محدودیتونو پر تطبیق او بېوزلو وګړو سره د مرستو په دوام ټینګار وکړ.
د چارو ادارې لوی رئیس د کابل والي ته ډاډ ورکړ چې کرونا ویروس سره مبارزه کې به پر لا زیات انسجام تمرکز وشي.