د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، محمد طاهر زهیر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د دغه وزارت کارکوونکو ته رسماً، ور وپيژانده

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، محمد طاهر زهیر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د دغه وزارت کارکوونکو ته رسماً، ور وپيژانده.
په‌دې اړه جوړه شویو مراسمو ته د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، ښاغلي زهیر ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ وویل، د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د جمهوررئیس له نظره مهمه ستونزه نسلي انقطاع ده چې دې کار د پخوانی او نوي نسل ترمنځ د تعامل ستونزه رامنځته کړې ده.
ډاکټر فضل محمود فضلي زیاته کړه، د همدغې انقطاع امله لا هم فرهنګ ته د یو تاریخي او لرغوني توکي په سترګه کتل کېږي چې باید وساتل شي، د نوي نسل، نویو واقعیتونو او نویو غوښتنو لپاره ممکن د فرهنګ وزارت ستراتېژي د کاغذ په مخ روښانه وي، خو په عام محضر کې ولس ته روښانه نه‌ده.

هغه د یاد وزارت د نوي مشرتابه په راتګ هیله څرګنده کړه چې د جمهور رئیس د منشور مطابق به فرهنګي چارې په غوره شکل مدیریت شي او د جمهوري ریاست د بنسټ په استازیتوب یې ژمنه وکړه چې د هرې معقولې طرحې په تصویب او عملي کولو کې به دغه وزارت سره بشپړه همکاري کوي.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر د جمهوررئیس له باور څخه په مننې وویل، تېرو څلويښتو کلونو کې تر ټولو زیاته صدمه فرهنګ ته رسېدلې ده او باید فرهنګي رغاونه د حکومت په لومړیتوب کې راشي.