د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، ښاغلی محمود کرزی د ښارجوړونې او د ځمکو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه رسماً د دغه وزارت کارکوونکو ته ور وپيژانده
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، ښاغلی محمود کرزی د ښارجوړونې او د ځمکو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه رسماً د دغه وزارت کارکوونکو ته ور وپيژانده.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د ښارجوړونې او ځمکو د پخواني سرپرست وزیر محمد جواد پیکار د کارونو قدرداني وکړه او د ځمکو د بانک جوړول، ښاري پراختیا او د ملکیتونو لپاره د شرعي قبالو د ویش پروسې پيل یې د دغه وزارت مهمې لاسته راوړنې وبللې او د هغو په تداوم یې ټینګار وکړ.
همدارنګه ډاکټر فضل محمود فضلي د ښارجوړونې او ځمکو سرپرست او نوماند وزیر محمود کرزي ته ډاډ ورکړ چې د جمهوري ریاست د چارو اداره به له دغه وزارت او نورو همکارونو بنسټونو ترمنځ د لازمې همکارۍ رامنځته کولو کې مرسته وکړي او د ځمکو د بانک لپاره به کافي بودجه په پام کې ونیول شي.
د ښارجوړونې او ځمکو وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلی محمود کرزي د جمهور رئیس له باور څخه په مننې د دغه وزارت کارکوونکو ته خپله کاري برنامه وړاندې کړه وې ویل، د دغه وزارت د پخوانیو متصدیانو او د ښارونو د پراختیا نورو بنسټونو سره په همکارۍ به د هېواد د جمهوررئیس له لیدلوري سره سم د معیاري ښارګوټو جوړولو، د املاکو او جایدادونو ثبت ته دوام ورکړي.