د کانونو او پټرولیم وزارت ۷۰ تنه کارکوونکو ته روزنه ورکول کېږي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د کانونو او پټرولیم وزارت د اول، دویم او درېیم بستونو کارکوونکو ته د ملکي خدمتونو د بېلابېلو برخو اړوند یوه اونیزه روزنه پيل کړه.
په همدې موخه برابره شوې غونډه د صفر المظفر پر ۱۴مه د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې د قرآن عظیم الشان د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په یاده غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال مولوي حسام الدین صبوري وویل، دلته د زده کړو په موخه او جګړه ځپلي ملت ته د خدمت لپاره راټول شوي یو او په وینا يې زده کړې وخت نه لري؛ باید د ژوند له پیله تر پایه زده کړې وکړو.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د تقنین مرستیال الحاج ویس الدین ویس وویل، دا اداره دنده لري چې د ملکي خدمتونو قانون اړوند تقنیني اسناد طرحه او د ملکي خدمتونو قانون د دولسمې مادې له مخې، له وزارتونو او د ملکي خدمتونو له ادارو سره د تطبیق په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ او د اقتصاد وزارت اویا تنو کارکوونکو ته په یادو قانوني او حقوقي برخو کې روزنه ورکړې وه او دغه لړۍ دوام لري.
دې روزنیز ورکشاپ کې د ملکي خدمتونو په قانون کې مندرج د کارکوونکو مکلفیتونو، دندو او مسؤلیتونو، د ملکي خدمتونو کارکوونکو د ذاتي چارو، سلوک ډول او د اجرااتو د ارزونې د کړنلارې او د استخدام شوو کارکوونکو د اسنادو د تکمیلولو اړوند بحثونه وړاندې کېږي.
غونډه ملت او حکومت ته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.