29 غبرګولی 1401
د پلټنې عالي اداره
- د پلټنې عالي ادارې دندې او کاري ساحه د پلټنې عالي ادارې قانون څلورمه، پنځمه او شپاړسمه ماده جوړوي.
څلورمه ماده:
د پلټنې عالي اداره تر ټولو لوړه مرجع ده چې په دې قانون کې شامل د پلټنې ټول ډولونه د دې قانون په پنځمه ماده کې په درج شوو مراجعو کې د قانون د حکمونو په حدودو او د پلټنې عالي ادارې د بین المللي سازمان (INTOSAI) د معیارونو په رعایتولو سره په خپلواک، مسؤلانه او بې پرې ډول سره چې د شریعت مخالف نه وي، پلټنه ترسره کوي.
د پلټنې مراجع
پنځمه ماده:
- د پلټنې عالي اداره، د لاندې مراجعو د پلټنې واک لري:
- د ریاست الوزراء اړوند ادارې.
- د مقننه قواؤو دارالانشاء.
- د قضائیه قوې د ادارې عمومي آمریت.
- د څارنوالۍ اداره.
- د هیواد په دننه او بهر کې د مرکزي او سیمه ییزو ادارو د څانګو او په هغو پورې اړوندې ادارې.
- د خپلواک تشکیل او بودجې لرونکي لوی ریاستونه.
- کمیسیونونه.
- ښاروالۍ.
- تصدۍ او هغه دولتي او ګډ شرکتونه چې دولت په هغو کې ونډه لري.
- د افغاني سرې میاشتې ټولنه (سره میاشت).
- نور هغه مراجع چې عامه پیسې او شتمنۍ په واک کې لري او یا ور څخه ګټه پورته کوي.
- د پلټنې عالي اداره کولای شي، د دې مادې په (لمړۍ) فقره کې پر درج شوو مراجعو سربیره نور مراجع د هغو پروتوکولونو او موافقه لیکونو پربنسټ چې د مالي امتیاز په بدل کې یې له هغو سره عقد کړی دی، د پروتوکول یا موافقه لیک له معیارونو او شرایطو سره سم، وپلټي.
- د دې مادې په (دویمه) فقره کې درج شوی مالي امتیاز د دولت د وارداتو په حساب کې، بانک ته تحویلیږي.
- د مالیې وزارت ملکف دی، د دې مادې په (دویمه) فقره کې د درج شوې پلټنې لګښتونه، د پلټنې د عالي ادارې له وړاندیز سره سم، ځانګړي او تأمین کړي.
بودجه او مالي چارې
شپږمه ماده:
- د پلټنې عالي ادارې بودجه د حکومت په مشورې د پلټنې د عالي ادارې له لوري ترتیب او د حکومت په واسطه د دولت د بودجې د یوې برخې په توګه ریاست الوزراء ته وړاندې کیږي.
- د پلټنې عالي اداره، خپله بودجه له اړوندو قوانینو سره سم په خپلواک ډول تطبیقوي.
دریم فصل
د پلټنې د عالي ادارې دندې، واکونه او مکلفیتونه
د پلټنې د عالي ادارې دندې او واکونه
شپاړسمه ماده:
د پلټنې عالي ادره د لاندې دندو او واکونو لرونکې ده:
- د پلټنې د پلانونو طرحه، ترتیب، تصویب او منظوري او د هغو تطبیق.
- د دې قانون له حکمونو سره سم د پلټنې ترسره کول.
- د دولتي ادارو او نورو مراجعو د غیر قانوني، غیر اقتصادي، بې ګټې فعالیتونو او د نورو مالي او حسابي ناسمو فعالیتونو پیژندل چې عامه پیسې یا شتمني په واک کې لري او یا له هغو څخه ګټه پورته کوي او د هغو د نیمګړتیاوو د لرې کولو سپارښتنه.
- تر پلټنې لاندې مرجع د نظر اخیستلو لپاره د پلټنې د پایلو مسودې وړاندې کول.
- د هغو دولتي ادارو او نورو مراجعو د فعالیتونو له اقتصاديوالي، اغیزمنتوب او کارېدنې څخه ډاډ ترلاسه کول چې عامه پیسې او شتمني په واک کې لري یا له هغو څخه ګټه پورته کوي.
- د تطبیق لپاره اړونده مرجع ته د پلټنې د پایلو ابلاغ.
- اړوندو مراجعو ته دپلټنې په رپورټ کې د درج شوو مالي موندنو او بیرون لیکنو د ترلاسه کولو سپارښتنه.
- په ځانګړو مواردو کې د تخصص، تجربې په پام کې نیولو سره د پلټنې له عالي ادارې څخه د باندې د اشخاصو توظیف یا استخدام او هغو ته د پلټنې د واک سپارل.
- د قانون له حکمونو سره سم د پلټنې د عالي ادارو د بین المللي سازمان (INTOSAI) د پلټنې د اجرایي معیارونو چې د شریعت مخالف نه وي، رعایت کول.
- په خپلواکه ډول د پلټنې د عالي ادارې د بودجې ترتیب او تنظیمول.
- له اړوندې کړنلارې سره سم د دولتي مراجعو او ټولنیزو رسنیو له لارې د پلټنې د عالي ادارې په کاري برخو کې رارسیدلو اطلاعاتو ته رسیدنه.
- له اړوندې کړنلارې سره سم د پلټنې په بهیر کې د هیوادوالو د ګډون برابرول.
- د دې قانون له شپږویشتمې مادې سره سم د پلټنې د رپوټونو خپرول.
- له اړوندو تقنیني سندونو سره سم له ملګرو هیوادونو او ملي او بین المللي سازمانونو سره د همکارۍ د پروتوکول عقدول.
- له اړوند تقنیني سند او کړنلارې سره سم د پلټنې د عالي ادارې د کارکوونکو استخدام.
- واکمنو مراجعو ته په مالي، حسابي او اداري چارو پورې اړوندو تقنیني سندونو د حکمونو د تعدیل وړاندیز یا د تقنیني سندونو د تعدیل په اړه سپارښتنه.
- د غوښتنې په صورت کې په عدلي تعقیب کې له عدلي او قضایی مراجعو سره همکاري.
- د کورنۍ پلټنې د ادارو په ګډون د دولتي ادارو د کورني کنټرول د سیستم ارزونه.
-
د مطبوعاتو او عامه اړیکو څانګه شمیره: 0202100765 – 0744228824
د ویب پاڼې لینک: https://atra.gov.af/