د کابینې او عالي کمیسیونونو د چارو د انسجام رئیس: نشه یي توکي د بشریت دښمن دي

د کابینې او عالي کمیسیونونو د چارو د انسجام رئیس: نشه یي توکي د بشریت دښمن دي

 

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمیسیون د غونډو د جوړولو د څرنګوالي په موخه د کابینې او عالي کمیسیونونو د انسجام ریاست له لوري او د یاد کمیسیون د استازو په ګډون غونډه وشوه.

 

دې غونډه کې چې نن (پنجشنبه (شعبان المعظم ۱۱مه/کب۳مه) د چارو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د کابینې او عالي کمیسیونونو د انسجام  رئیس مولوي محمد صادق عاکف وویل: نشه یي توکي د بشریت دښمن دي او د افغانستان اسلامي امارت یې پر وړاندې مبارزې ته متعهد  دی. همدارنګه نوموړي وويل چې د دې ناوړه پدیدې د کمولو او له منځه وړلو لپاره د نظام ټولو سطحو کې په ګډه کار روان دی.

 

ورپسې د کابینې او عالي کمیسیونونو د انسجام معاون مولوي محمد اکرم نعماني د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمیسیون له استازو څخه وغوښتل چې د یاد کمیسیون د طرزالعمل د تدوین، عمومي پلان او د چارو څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړي.

 

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمیسیون د دارالانشاء رئیس مولوي امیر محمد همدرد وویل د دې کمیسیون د غونډو جوړېدل د افغانستان اسلامي امارت له لوري په ملي او بین المللي کچه د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې مبارزې ته ژمنتيا ښيي او مونږ اماده یو چې د دې کمیسیون د طرزالعمل د بیا جوړولو لپاره له چارو ادارې او اړوندو اداراتو سره یوځای کار وکړو.

 

په پای کې پرېکړه وشوه چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمیسیون طرزالعمل دې د بیا جوړولو په موخه دې پیشنهاد د چارو ادارې د کابینې او عالي کمیسیونونو د انسجام ریاست ته راولېږل شي، ترڅو د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ عالي مقام د هدایت ترلاسه کولو په موخه له ریاست الورزاء سره شریک شي.

 

دا غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر په دعا پای ته ورسېده.