د کورنیو چارو وزارت
د افغانستان اسلامي جمهوریت کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو له لارې د قانون حاکمیت او تنفیذ مسئول، د عامه نظم او ثبات تامین، د جرمونو کشف او ورسره مبارزه، د سرحدونو کنټرول، په هېواد کې د نافذه قوانینو په اساس او له هر ډول قومي، ژبني، جنسیتي او عقیدتي تبعیض لرې په افغانستان کې د مېشتو خلکو له حقونو، شتمنیو او ازادۍ، دفاع کوي.
کورنیو چارو وزارت د سولې پروګرام د اهدافو او اصولو د تحقق په رعایت کولو او د سولې پروګرام د عملي پلان په تطبیق کولو د (۱۳۸۹ غبرګولی) د سولې مشورتي جرګې پرېکړه لیک د پایلو پر اساس د نوې ځای پر ځای کېدنې، د یوې قانونمندې ټولنې جوړولو، د ثبات، تلپاتې سولې او د افغانستان اقتصادي ـ ټولنیز انکشاف ته زمینه برابروي.
همدا راز د ملي پولیسو عمده دندې؛ له اخلاقي تېروتنو، ټولنیز فساد او د عامه نظم له ګډوډونکو اعمالو سره مبارزه؛ له نشه یي توکو سره مبارزه، سازمان شوي جرمونه، فساد او بغاوت؛ له ترهګرۍ سره مبارزه، له اړوندو امنیتي ارګانونو سره په ګډې همکارۍ اقتصادي او انټرنېټي جرمونه، د ترافیکي چارو د سالم نظم تنظیم، له اړوندو دولتي ارګانونو سره په همکارۍ د بېړنیو حالاتو او پېښو د مخنیوي لپاره د تدابیرو نیول؛ د سرحدونو کنټرول، د خلکو او وسایطو د تګ راتګ څارنه او له دې ډلې د نړیوالو هوایي ډګرونو څارنه، شاملې دي.
وزارت امور داخله
وزارت امور داخله جمهوری اسلامی افغانستان از طریق پولیس ملی مسئول تنفیذ و حاکمیت قانون، تأمین امن و نظم عامه، کشف و مبارزه با جرایم، کنترول سرحدات، دفاع از حقوق، دارایی و آزادیهای ساکنین افغانستان در مطابقت با قوانین نافذه کشور و به دور از هر نوع تبعیض قومی، زبانی، جنسیتی و عقیدتی میباشد.
وزارت امور داخله با رعایت و تحقق اصول و اهداف برنامه صلح و تطبیق پلان عملی برنامه صلح و استقرار مجدد منحیث نتایج حاصله از قطعنامه جرگه مشورتی صلح (جوزا ۱۳۸۹)، با ایجاد یک جامعه قانونمند، زمینهها را برای ثبات، صلح پایدار و انکشاف اقتصادی – اجتماعی افغانستان فراهم مینماید.
همچنین وظایف عمده پولیس ملی، مبارزه با انحرافات اخلاقی، مفاسد اجتماعی و اعمال مخل آسایش عامه؛ مبارزه علیه مواد مخدر، جرایم سازمانیافته، فساد و شورش؛ مبارزه علیه تروریزم، جرایم اقتصادی و سایبری در مساعی مشترک با ارگانهای امنیتی و ذیربط؛ تنظیم نظم سالم امور ترافیکی، اتخاذ تدابیر برای جلوگیری از حوادث و حالات غیرمترقبه در همکاری با سایر ارگانهای دولتی؛ کنترول و ستر سرحدات و نظارت از تردد اشخاص و وسایط از سرحد از جمله میدانهای هوایی بینالمللی میباشد.