جلسهی کمیته هماهنگی ایجاد نقشه راه اقتصاد دیجیتلی (Digital Economy) برگزار شد
————-
جلسهای به منظور تهیه نقشه راه اقتصاد دیجیتلی به ریاست فریدون الهام معاون روابط و آگاهی عامه و سرپرست معاونیت انسجام امور دولت ریاست عمومی اداره امور ریاست جمهوری با اشتراک نمایندگان وزارت های مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، اقتصاد، صنعت و تجارت، اداره اترا، اداره تدارکات ملی، پوهنتون کابل و اتحادیه شرکت های تکنالوژی معلوماتی برگزار شد.
در این جلسه روی چگونگی نهادینه شدن اقتصاد دیجیتلی، تهیه و تدوین نقشه راه (Road Map)آن، آموزش و ظرفیت سازی در بخش اقتصاد دیجیتلی، نهادینه نمودن فرهنگ استفاده از تکنالوژی، مساعد ساختن محیط برای ایجاد و رشد اقتصاد دیجیتلی، سهیم ساختن سکتور خصوصی، ایجاد پالیسی برای این روند و چگونگی عملی سازی استراتیژی زیربنای دیجیتیلی (Digital Foundation Strategy) بحث شده و تصامیم لازم گرفته شد.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د برېښنايي اقتصاد (Digital Economy) لارې د نقشې جوړلو د همغږۍ کمېټې ناسته تر سره شوه.
————-
د برېښنايي اقتصاد لارې دنقشې جوړېدو په موخه د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې لوی ریاست د اړیکو او عامه پوهاوي مرستیال او د دولت د چارو د انسجام معاونیت سرپرست فریدون الهام په مشرۍ، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ، اقتصاد او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د اترا او ملي تدارکاتو ادارو، کابل پوهنتون او د معلوماتي تکنالوژۍ شرکتونو د اتحادې د استازو په ګډون ناسته تر سره شوه.
دې ناسته کې د برېښنايي اقتصاد د بنسټیز کېدو پر څرنګوالي، د لارې د نقشې پر تدوین) (Road Map ، برېښنايي اقتصاد کې د ظرفیت جوړونې پر روزنې، د تکنالوژۍ کارونې د فرهنګ پر بنسټیز کولو، د برېښنايي اقتصاد لپاره پر چاپیریال جوړولو او پر اختیا، د خصوصي سکتور پر سهیمولو، دې بهیر ته د پالیسۍ پر جوړولو او د برېښنايي بیخ بنا Digital Foundation Strategy) )ستراتیژۍ دعملي کولو پر څرنګوالي لازم بحث او تصمیمونه ونیول شول.
