د جمهور رییس خبرې

ترڅو چې په دې ټولنه کې یو «قوي دولت» رامنځته نه شي، سوله به تلپاتې نه وي. د قوي دولت معنی شخصي قدرت نه دی؛ د قوي دولت معنی د قانون حاکمیت دی، د اساسي قانون تطبیقول دي او د هر افغان مساوات له بل افغان سره تامینول دي.

د خبرې ادامه

د ارګ تاریخچه

کابل ښار پخوا شپږ دروازې لرلې، ځینې هغه دیوالونه چې اوس هم د کابل دغرونو پر سرونو ښکاري، لاندې را ښکته شوې وو او دغه دیوالونه ترکابل ښار را چاپیر شوي وو. دیادولو وړ ده چې د کابل پر پخوانیو دیوالونو سربیره هغه دیوال چې د احمدشاه بابا په امر جوړ …

ادامه

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د اساسي قانون د ۵۲ مادې پر اساس د افغانستان اسلامي جمهوریت د بودجوي واحد په توګه د ورزش د رهبرۍ، انسجام، پرمختیا، پراختیا او انکشاف مسوولیت پر غاړه لري.

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست دویمي واحدونه د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې ددې ادارې تر رهبرۍ لاندې فعالیت لري، چې په ولایتونو کې د ورزش د رهبرۍ، انسجام او پراختیا مسوولیت پر غاړه لري.

افغانستان د المپیک نړیوالې کمېټې د غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته یوازې له هغو دورو پرته، چې د نړیوالو عواملو له وجې نه دي ترسره شوي، نور په ټولو دورو کې ګډون کړی دی. افغانستان همداراز په ۱۹۵۱ ز کال کې د اسیایي المپیک شورا غړیتوب ترلاسه کړ او ددې لوبو په ټولو دورو کې یې برخه اخیستې ده.

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویبپاڼه

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فیسبوک

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ټویټر

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست یوټیوب