د جمهور رییس خبرې

لازمه ده؛ موږ داسې ټاکنې ولرو، چې په بشپړې رونټیا د عادلانه سیالۍ په فضا کې د کاندیدانو ترمنځ په مساوي او عادلانه ډول ترسره شي او د هر ډول دولتي مسوولینو له مداخلې، که هغه ولسوالان، امنیه قوماندانان، والیان او د دولت په هره کچه چارواکي وي یا د یو چا په ګټه بل هر اړخ وي، په جدیت او قاطعیت مخه ونیول شي.

د خبرې ادامه

د ارګ تاریخچه

کابل ښار پخوا شپږ دروازې لرلې، ځینې هغه دیوالونه چې اوس هم د کابل دغرونو پر سرونو ښکاري، لاندې را ښکته شوې وو او دغه دیوالونه ترکابل ښار را چاپیر شوي وو. دیادولو وړ ده چې د کابل پر پخوانیو دیوالونو سربیره هغه دیوال چې د احمدشاه بابا په امر جوړ …

ادامه

د نړیوالو اړیکو او سیمه‌ییزو ارګانونو د چارو ریاست

د نړیوالو اړیکو او سیمه ییزو ارګانونو چارو د انسجام ریاست د دولت د چارو د انسجام معاونیت تر اغېز لاندې جوړ شوی دی.

دغه ریاست د ا.ا جمهوري ریاست عالي مقام او ګڼو نورو چارواکو ته د یوه همغږي کوونکي په توکه چټکو اطلاعاتو ته د لاسري زمینه برابروي، څو په لنډه موده کې جامع، دقیق او مستند اطلاعات برابر شي او د افغانستان په ټولو ولایتونو، ولسوالیو، ښاروالیو، ولایتي شوراګانو، سیمه ییزو شوراګانو، کلیو، انتخابي او انکشافي شوراګانو. ... ته لاسرسی وموندل شي.

د نړیوالو اړیکو او سیمه ییزو ارګانونو چارو د انسجام ریاست د دولت او ملت ترمنځ د واټن له منځه وړو، د خلکو او دولتي چارواکو ترمنځ د اړیکو غښتلتیا، د خلکو ترمنځ د احکامو او قانوني فرمانونو پلي کول، د چارواکو د سفرونو اسانچاري، د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو پروسه اسانول، پر وخت د وړاندیزونو اجراآ کول، غوښتنلیکونه او د خلکو د عرایضو چارې پرمخ وړي.