د جمهور رییس خبرې

د بې‌ګناه کسانو تر وژلو وروسته هېڅ ګناه هومره درنه نه ده لکه د الله (ج) عبادت کوونکو کې د وېرې خورول او دا چې له هغوی د دیني فرایضو د ترسره کولو هوډ، امنیت او ارامي سلب شي، هغوی چې په اسلامي ټولنه کې د مسلمانانو د دیني مراسمو ترسره کېدو خنډ ګرځي، له دین او ایماندارۍ سره خپله دښمني ښکاره کوي او له الله (ج) او د هغه له پیغمبر …

د خبرې ادامه

د ارګ تاریخچه

کابل ښار پخوا شپږ دروازې لرلې، ځینې هغه دیوالونه چې اوس هم د کابل دغرونو پر سرونو ښکاري، لاندې را ښکته شوې وو او دغه دیوالونه ترکابل ښار را چاپیر شوي وو. دیادولو وړ ده چې د کابل پر پخوانیو دیوالونو سربیره هغه دیوال چې د احمدشاه بابا په امر جوړ …

ادامه

د تخنیک او ټرانسپورټ ریاست

د تخنیک او ترانسپورټ ریاست یوه خدماتي او تخنیکي اداره ده، چې اساسي دندې یې عبارت دي له: د جمهوري ریاست عالي مقام محترمې ادارې مرستیالانو، د عالي مقام د سلاکارانو دفترونو، عدلي او حقوقي مشورتي بورډ، د هېواد د لومړۍ مېرمنې دفتر، په اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ کې د جمهور رئیس د ځانګړي استازي دفتر، د جمهوري ریاست د چارو د ادارې لوی ریاست رئیسانو او منصوبینو ته د رغاونې او ترانسپورټ خدمتونه برابرول.

د تخنیکي او ترانسپورټي خدمتونو ارایه کولو لپاره، د کپه کشۍ ورکشاپونه، رنګمالي، ویرنګ‌کاري، اهنګري، قفل جوړول او مستريان له وسایلو، تجهیزاتو او مسلکي کادرونو سره فعالیت لري.