د جمهور رییس خبرې

له هغه ځایه چې د پنځم موج اساسي هدف پر ازادیو هر اړخیز بریدونه او د خلکو او دولت ترمنځ د ټولنیز قرارداد له منځه وړل دي، چې له ملي او بین المللي دولتي نظامونو څخه جوړ شوی دی، نو ددې موج له منځه وړو او پرې د بریالي کېدو لپاره په ټولو برخو کې د دولتي نظام په حرکت راوستل، ځانګړی اهمیت او حیاتي ارزښت لري.

د خبرې ادامه

د ارګ تاریخچه

کابل ښار پخوا شپږ دروازې لرلې، ځینې هغه دیوالونه چې اوس هم د کابل دغرونو پر سرونو ښکاري، لاندې را ښکته شوې وو او دغه دیوالونه ترکابل ښار را چاپیر شوي وو. دیادولو وړ ده چې د کابل پر پخوانیو دیوالونو سربیره هغه دیوال چې د احمدشاه بابا په امر جوړ …

ادامه

د خدماتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست

د خدماتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د جمهوري ریاست د چارو د ادارې لوی ریاست د مالي او اداري معاونیت په تشکیل کې د خدماتو ارایه کولو او ټکنالوژۍ ته د لاسرسي تامینوونکی دی. ددې ریاست هدف د جمهوري ریاست عالي مقام، د عالي مقام مرستیالانو، محترمو بهرنیو او کورنیو مېلمنو، د چارو ادارې لوی ریاست کارکوونکو،د کنفرانسونو د چارو او خدماتو تنظم، لیدنې، د مېلمنو اعاشه او اباته، د قصرونو پاکوالي، پخلنځي، د ډوډۍ خوړلو سالون او مېلمستون ته پر وخت د ارزښتمنو خدماتو وړاندې کول دي.
په دې ریاست کې د معلوماتي ټکنالوژۍ معاونیت د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست ټولو ریاستونو ته د یوې اغېزناکې او کار وړ ادارې جوړولو په موخه، چې د ښې حکومتوالۍ په برخه کې الکترونیکي مسوولیت لري، د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پراخوالي هڅې کوي.
د معلوماتي ټکنالوژۍ اساسي هدف د چارو ادارې لوی ریاست او د جمهوري ریاست ارګ لپاره د ۲۱ پېړۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ او لازمو اړتیا وړ خدماتو رامنځته کولو ریاست یا مشري ده.
په الکترونیکي حکومتوالۍ بدلول، د اوپن سورس سیستمونو دودول، د سافټویرونو جوړول او برابرول، ددې ادارې د اړتیا وړ ډیټابېسونو او ویب سایټونو او د جمهوري ریاست د چارو ادارې د کاري پروسو ډیجیټل کول، هغه عمده اهداف دي، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست یې مسوولیت لري.