سخن رئیس‌ جمهور

هیچ گناهی پس از قتل بی‌گناهان، سنگین‌تر از این نیست که ترس متوجه عبادت‌کنندگان الهی شود و امنیت و آرامش لازم برای کمر بستن به فرایض دینی را از آنان سلب کند، کسانی که مانع برگزاری مراسم عبادی مسلمانان در جامعه اسلامی می‌شوند، دشمنی آشکار خود را با دین و ایمانداری نشان داده و به جنگ خدا و پیامبرش می‌روند.

ادامه سخن

تاریخچه ارگ

کابل شهری است با تاریخی کهن که مامن پادشاهان و امرای بسیاری بوده است. در گذشته حصاری آن را در بر می گرفت … ادامه مطلب

پیام رئیس جمهور به مناسبت چهارمین سالگرد شهادت استاد برهان‌الدین ربانی، شهید صلح افغانستان

29 سنبله 1394

20 سپتمبر 2015
 

بسم الله الرحمن الرحیم.

برادران و خواهران گرامی!

بگذارید سخنم را با اتحاف دعا به روح والای شهید صلح افغانستان، استاد برهان الدین ربانی، آغاز، و برای ایشان آرامش ابدی در فردوس برین را آرزو کنم.

استاد شهید ربانی از چهره‌های نامدار تاریخ کنونی ماست که نام و یادش در عرصه‌های مختلف زندگی ملت ما، درخشش جاودانه دارد و جاودانه خواهد ماند. ایشان چهره‌ای پیشتاز و موفق در عرصه‌های دانش، جهاد، سیاست، روابط اجتماعی، و روابط بین‌المللی بودند.

دوران جوانی استاد ربانی در محیط‌های علمی سپری گردید، هم در افغانستان و هم در خارج کشور، خصوصاً ایام پربار تحصیلی ایشان در مرکز علمی جهان اسلام، پوهنتون الازهر مصر، جایی که افکار بزرگمرد شرق، سید جمال الدین افغان تأثیر احیاگر خود را گذاشته بود.

در سال‌های تدریس در پوهنتون کابل، شمار زیادی از جوانان کشور ما از دانش و بینش ایشان مستفید شدند، و در پرتو تراوش‌های قلمی ایشان با رسالت دینی و ملی خود آشنا گردیدند.

با شروع جهاد آزادی‌بخش در مقابل شوروی سابق، استاد ربانی شهید از کسانی بود که در مقام رهبری مجاهدین وارد عمل شد، و با موضع‌گیری‌های معتدل کوشید نقطه‌ی وصلی میان طیف وسیعی از مجاهدین باشد. ایشان هم در دوران جهاد و هم در دوران حاکمیت مجاهدین تلاش کرد که وسیع‌ترین ارتباط با اقشار و اقوام مختلف کشور را برقرار کند. او کسی بود که از شرق تا غرب افغانستان و از شمال تا جنوب در میان مجاهدین، و سران و بزرگان اقوام روابط حسنه برقرار کرده بود و خود به حیث چهره‌ای ملی، عالم و موی‌سفیدِ کشور مورد احترام همه قرار داشت.

استاد برهان الدین رباني د افغانستان د اوسني نظام یو بنسټګر دی. ده د قدرت د سوله ییز انتقال په ذریعه د افغانستان په معاصر تاریخ کې نوی باب پرانیست. استاد رباني د دوراندیشه سیاستمدار په حیث په دې نظر و چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور  دی او ټولو ته دې دا فرصت برابر شي چې د هیواد په برخلیک او اداره کې شریک واوسي. ده په عمل کې ثابته کړه چې د ولس رایې او نظر ته احترام لري. ده نه یوازې د اساسي قانون د لویې جرګې د غړي په توګه د اوسني اساسي قانون په جوړولو کې خپل تاریخي نقش ادا کړ، بلکې په ولسي جرګه کې یې د خلکو د نماینده په توګه کوښښ وکړ چې هیواد په مختلفو ساحو کې قوانین ولري او د هیواد چارې قانونمندې شي.

د اسلام د سولې، عدالت او اخوت له روحیې سره د استاد رباني عمیقه اشنایي ، د ده وسیع سیاسي تجربه او متواضع شخصیت د دې سبب شو چې د سولې د بهیر مشري ور وسپارل شي. ده د سولې د عالي شورا د ریاست په دوره کې د سیمې هیوادونو ته څو ځله سفرونه وکړل او د هیواد په داخل کې یې د مختلفو اقشارو له نماینده ګانو سره وکتل چې په افغانستان کې د خونریزي د بس کیدو او د سولې د راتلو لارې چارې پیدا شي.

استاد رباني په دې پوهیده چې د افغانستان مشکلات د جنګ له لارې نه حل کیږي او جنګ یوازې د هغو کسانو په ګټه دی چې د افغانستان د خلکو بې خیري او تباهي غواړي. دی په دې پوهیده چې د افغانستان مخالفان د افغانانو تر منځ تفرقه اچوي او بدګومانۍ پیدا کوي. ځکه یې نو د سولې د کاروان مشري تر بل هر کار مهمه وبلله او د ټولو جهتونو د را یوځای کولو کوښښونه یې وکړل. دی د سولې او اخوت په پاکه لار کې تر اخري حده پورې یعنې د شهادت تر سرحده پورې مخ ته لاړ او د سولې شهید شو.

په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان دښمنانو زموږ په سلګونو دیني عالمان، سیاسي شخصیتونه او قومي مشران ترور کړل. یوازې په همدې وروستیو اونیو کې د داعش خونکارې ډلې د افغانستان د مختلفو ولایتونو په کلیو کې ګڼ قومي مشران او اجتماعي مصلحین شهیدان کړي دي. د افغانستان مخالفان او ظالمان ګومان کوي چې که د ولس مشران او د خیر کسان ترور شي نو خلک به وویریږي او ظلم او ناروا ته به غاړه کیږدي. ګمراهان دا ګومان هم کوي چې که ترور، خونریزي او ناامني ته ادامه ورکړي نو افغانان به په خپل وطن کې د سولې، ثبات ، ترقي او نیکمرغي له راتلو مایوس شي او د خپل وطن له ابادولو او په خپل هیواد کې له زحمت ایستلو به لاس واخلي. خو لکه څنګه چې تاریخ ثابته کړې ده، افغانستان به  د خپلو غرونو غوندې مضبوط او افغانان به د خپلو نیکونو غوندې ازاد پاتې وي. 

دوستان عزیز!

در کشوری که جنگ از ما هر روز عزیزترین کسان ما را می‌گیرد، تأمین صلح قیمت بزرگی از ما می‌خواهد. پیامی که از خون چنین شهیدانی به ما می‌رسد این است که برای آبادی و آرامی این وطن باید بر اختلاف‌ها پایان بگذاریم، یکدل و یکصدا برای گسترش صلح و آشتی در کشور خود تلاش نماییم، و نام و یاد کسانی را که در کنار مردم خود زیسته و دردها و رنج‌های‌شان را با تمام وجود احساس کرده‌اند، همیشه جاودانه داشته باشیم.

در پایان، یک بار دیگر، به روح پرفتوح استاد شهید ربانی و سایر شهدای افتخارآفرین این کشور دعا نموده و از بارگاه رب العزت برای‌شان منزلت برین می‌طلبم.