د جمهور رییس خبرې

ترڅو چې په دې ټولنه کې یو «قوي دولت» رامنځته نه شي، سوله به تلپاتې نه وي. د قوي دولت معنی شخصي قدرت نه دی؛ د قوي دولت معنی د قانون حاکمیت دی، د اساسي قانون تطبیقول دي او د هر افغان مساوات له بل افغان سره تامینول دي.

د خبرې ادامه

د ارګ تاریخچه

کابل ښار پخوا شپږ دروازې لرلې، ځینې هغه دیوالونه چې اوس هم د کابل دغرونو پر سرونو ښکاري، لاندې را ښکته شوې وو او دغه دیوالونه ترکابل ښار را چاپیر شوي وو. دیادولو وړ ده چې د کابل پر پخوانیو دیوالونو سربیره هغه دیوال چې د احمدشاه بابا په امر جوړ …

ادامه

د جمهور رییس خبرې

  • ترڅو چې په دې ټولنه کې یو «قوي دولت» رامنځته نه شي، سوله به تلپاتې نه وي. د قوي دولت معنی شخصي قدرت نه دی؛ د قوي دولت معنی د قانون حاکمیت دی، د اساسي قانون تطبیقول دي او د هر افغان مساوات له بل افغان سره تامینول دي.

  • د بې‌ګناه کسانو تر وژلو وروسته هېڅ ګناه هومره درنه نه ده لکه د الله (ج) عبادت کوونکو کې د وېرې خورول او دا چې له هغوی د دیني فرایضو د ترسره کولو هوډ، امنیت او ارامي سلب شي، هغوی چې په اسلامي ټولنه کې د مسلمانانو د دیني مراسمو ترسره کېدو خنډ ګرځي، له دین او ایماندارۍ سره خپله دښمني ښکاره کوي او له الله (ج) او د هغه له پیغمبر …

  • لازمه ده؛ موږ داسې ټاکنې ولرو، چې په بشپړې رونټیا د عادلانه سیالۍ په فضا کې د کاندیدانو ترمنځ په مساوي او عادلانه ډول ترسره شي او د هر ډول دولتي مسوولینو له مداخلې، که هغه ولسوالان، امنیه قوماندانان، والیان او د دولت په هره کچه چارواکي وي یا د یو چا په ګټه بل هر اړخ وي، په جدیت او قاطعیت مخه ونیول شي.

  • ابهامونه لرې شوي، زموږ د ځواکونو وړتیا نړۍ ته ثابته شوې، په هغوی زموږ د خلکو باور قوي شوی، د جګړې وضعیت زموږ د امنیتي ځواکونو په ګټه د تغیر په حال کې دی او دا ټول زموږ د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د قربانیو او اتلولیو پایله ده.

  • له هغه ځایه چې د پنځم موج اساسي هدف پر ازادیو هر اړخیز بریدونه او د خلکو او دولت ترمنځ د ټولنیز قرارداد له منځه وړل دي، چې له ملي او بین المللي دولتي نظامونو څخه جوړ شوی دی، نو ددې موج له منځه وړو او پرې د بریالي کېدو لپاره په ټولو برخو کې د دولتي نظام په حرکت راوستل، ځانګړی اهمیت او حیاتي ارزښت لري.

  • تر ټولو ستره دنده، په سیمه کې د فقر له مینځه وړل دي. په سیمه کې اصلي سیاسي اراده او تمرکز د «فقر» او «ترورېزم» د تعریف له پاره زموږ ددوو غټو ستونزو په توګه منځ ته راغلې دي. ترورېزم یوه لنډمهاله پدیده نه ده، که د ترورېزم مخکیني څلور څپې یوازې د یوې …

  • زموږ د بریا کلي عمدتا زموږ له وړتیا سره تړلې چې د ریښه لرونکي فساد، حکومت فرهنګ پر ولس محوره حکومتوالې سیستم بدل کړو.

  • ashraf ghani photo

    په سیمه کې د ځینو خلکو صادرات ترورېزم دئ؛ خو زموږ درېیو هېوادو (افغانستان، ایران او هندوستان) صادرات تمه، ډاډمنتوب او لاس ورکول دي. هم مهال زما پیغام دادئ چې په دې ګډه همکارۍ او په سره نښلولو کې ټوله سیمه ونډه اخیستلای شي. منځنۍ اسیا، اروپا، چین ټول په دې ګډ لید لوري او دغه ګډه اراده کې شامل دي.